ننګرهار او هرات کې ۱۵۵ کیلوګرامه چرس کشف شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو تېره ورځ د ننګرهار او هرات ولایتونو په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۵۵ کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.
له دې منځه؛ د ننګرهار ولایت د مرکز جلالاباد ښار د نهمې ناحیې په "پل پارک" سیمه کې ۹۵ کیلوګرامه چس په یو عراده فورتېنر موټر کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او په تړاو یې دوه تنه نیول شوي دي.
همدارنګه؛ د هرات ښار د نهمې ناحیې په برامان سیمه کې هم ۶۰ کیلوګرامه چرس په یو عراده فلانکوچ موټر کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او په تړاو یې دوه تنه نیول شوي دي.