ننګرهار او لوګر کې څلور تنه له ترورېستانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۱:۲
ف

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار او لوګر ولایتونو په اړوند سیمو کې د دوه جلا هدفمند عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه له طالب او داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د ننګرهار ولایت د بټي‌کوټ ولسوالۍ په "شاه‌شېر" کلي کې دوه تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ او همدارنګه د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې هم دوه تنه نور له طالب ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي دي.
ننګرهار کې له نیول شویو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف وسله له یو اندازه مهماتو سره او همداراز په لوګر کې هم یو کړۍ ماین او د ماین یو فشار پلېټ ترلاسه شوي دي.