ننګرهار او بلخ کې؛ پنځه تنه د نشهيي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول moi-af پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۲۴ https://moi.gov.af/ps/%D9%86%D9%86%DA%AB%D8%B1%D9%87%D8%A7%D8%B1-%D8%A7%D9%88-%D8%A8%D9%84%D8%AE-%DA%A9%DB%90%D8%9B-%D9%BE%D9%86%DA%81%D9%87-%D8%AA%D9%86%D9%87-%D8%AF-%D9%86%D8%B4%D9%87%E2%80%8C%D9%8A%D9%8A-%D8%AA%D9%88%DA%A9%D9%88-%D8%AF-%D9%BE%D9%84%D9%88%D8%B1-%D8%A7%D9%88-%D9%82%D8%A7%DA%86%D8%A7%D9%82-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%DA%93%D8%A7%D9%88-%D9%88%D9%86%DB%8C%D9%88%D9%84-%D8%B4%D9%88%D9%84 د ننګرهار امنیې قومندانۍ نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې څلور تنه د لس کیلو ګرامه هیرویینو او درې کیلو ګرامه شیشې د قاچاق په تړاو نیولي دي. بل لور ته، د بلخ امنیې قومندانۍ نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو یو تن د دوه زره او ۵۰۰ نشهیي ګولیو او څلور کیلو ګرامه چرسو د قاچاق په تړاو نیولی دی. نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.