ننګرهار، خوست او لوګر کې له درېیو خونړیو پېښو مخنیوی شوی.

د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې له یوې خونړۍ ماین چاودنې مخنیوی شوی دی.
ترهګرو طالبانو د خوګیاڼو – جلال اباد ښار پر عمومي سړک د ملکي مرګ ژوبلې په موخه یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د خوګیاڼو ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.
همداراز ترهګرو طالبانو د خوست ولایت د مرکز په اړوند خوست لوبغالي ته څېرمه په یوه موټرسایکل کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لخوا کشف او شنډ شول.
له دې سره ترهګرو طالبانو د لوګر ولایت د مرکز په اړوند زرداد کلا سیمه کې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.