ننګرهار، تخار او پنجشېر کې ۲۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت په غنيخېلو ولسوالۍ او مارکو سیمه کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۷۰ کیلوګرامه چرس او ۱۵۰۷۰ قرصه نشه کوونکي تابلېتونه کشف او ترلاسه کړي او د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي.
بلخوا؛ یادو ځواکونو په پنجشېر ولایت کې هم د یو لړ عملیاتو په پایله کې دوه تنه د ۲۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
په همدې حال کې؛ د تخار ولایت د ینګيکلا ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم دوه تنه له ۱۰ کیلوګرامو هیرویینو سره یو ځای نیول شوي دي.