ننګرهار، بغلان، غور، فاریاب، میدان وردک، خوست او بلخ کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په ننګرهار، بغلان، غور، فاریاب، میدان وردک، خوست او بلخ ولایتونو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیاتو په پایله کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې کسانو څخه ۱۸ کیلو ګرامه چرس، درې کیلو ګرامه تریاک او یو شمېر هیرویین او ښيښه هم کشف او ترلاسه شوي دي.
د یادو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبین ورځ تر بلې هڅه کوي، څو د نشه يي توکو د پلور او قاچاق د مخنیوي په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.