نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال د بدخشان له والي سره ولیدل

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۱:۴۸
.l,;ll,

نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال مولوي عبدالحق اخند همکار د بدخشان له والي مولوي امان الدین منصور سره د نشه یي توکو او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي منصور په بدخشان ولایت کې د نشه یي کښتونو د له منځه وړل شووکروندو شمېرې له ښاغلي همکار سره شریکې کړې. دغه راز، نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال په دغه ولایت کې د کوکنارو د له منځه وړلو په برخه کې د امنیتي ځواکونو او مسوولینو هڅې وستایلې او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.