نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له روزنيز مرکز څخه نېږدې ٤٠ تنه له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شوي
فراغت غونډې ته د یاد معینیت ملکي چارو مرستيال الحاج مولوي عبدالرحمن قاسمي په ګډون د دغه معینيت نور مسؤولین او منسوبين هم راغلي وو.
په سر کې ښاغلي قاسمي د اسلامي نظام د کارکوونکو په صفاتو، تقوا، وفادارۍ، د علم په ارزښت او په اخلاص د کارونو پر مخ وړلو باندې خبرې وکړې.
وروسته نورو مسوولينو هم په خپل وار سره خبرې وکړې او فارغ شوي منسوبين یې تقوا او د ولس سره ښه چلند ته را وبلل.
د غونډې په پای کې په فارغانو تصديق پاڼې ووېشل شوې.
هېره دې نه وي چې هغو فارغانو چې لومړی، دويم او دريم مقامونه اخیستي وو په نغدي ډالیو ونازول شول.