نشه يي توکو سره د مبارزې معین د هلمند له والي سره وکتل

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۳۰
adsfas

د کورنیو چارو وزارت نشه يي توکو سره د مبارزې معین الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار نن له غرمې مخکې د هلمند ولایت له والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي سره په معینیت کې وکتل. په دې لیدنه کې د کوکنارو د کښت د کمولو، د نشه يي توکو د خرڅلاو، انتقال او قاچاق د مخنیوي، د روږدو کسانو د راټولولو، درملنې او پاملرنې، او همدارنګه د سوالګرو د راټولولو او پالنې په اړه بحث او معلومات شریک شول. ښاغلي معین صاحب د هلمند والي له هڅو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د نشه يي توکو سره مبارزه باید په ګډه او منظمه توګه دوام ومومي.