نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو د پنجشیر د خنج ولسوالۍ په سفید چهر کلي کې د یو پلټونکي عملیات په مهال د نشهیي توکو یوه کارخونه چې ۱۴ کیلو ګرامه چرس، نهه کیلو ګرامه د بنګو تخم او لس کیلو ګرامه خام چرس پکې وو، کشف کړې او په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.

په ورته مهال، پولیسو د نشهیي توکو پلور په تړاو شپږ تنه په نورستان، دوه تنه په سمنګان، دوه تنه په بامیان، دوه تنه په دایکندي او نیمروز ولایتونو کې نیولي دي.همداراز، د ننګرهار امنیې قومندانۍ نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو د تېرې یوې اونۍ په لړ کې لس تنه د نشهیي توکو د پلور په تړاو نیولي او لس کیلو ګرامه چرس، ۴۰ لېټره الکولي مشروبات، یوه تومانچه او یوه اندازه نشهیي ګولۍ یې ترې ترلاسه کړي دي.