نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معين د منځنۍ آسیا هېوادونو د سیمه‌ییزو معلوماتو او همغږۍ غونډه کې ګډون او وینا وکړه

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۱۸
سیشبشسیبب

کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معين، الحاج شيخ عبدالرحمن منير، د مل پلاوي په ملتیا د ازبکستان هېواد په سمرقند ښار کې د مرکزي آسیا د هېوادونو د سیمه‌ییزو معلوماتو او د نشه‌يي توکو د مبارزې د همغږۍ مرکز د غړو هېوادونو په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
ښاغلي منير د مبارزې د لا پياوړتيا لپاره د افغانستان د هڅو او لاسته‌راوړنو په اړه څرګندونې وکړې او وويل: ډېر د وياړ ځای دی چې په داسې مهم کنفرانس کې ګډون لرو، چې موخه يې د نشه‌يي توکو او کيمياوي موادو (پريکرسرونو) پر وړاندې ګډه مبارزه او همغږي ده.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین زياته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت، په ځانګړي ډول کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت، په هېواد کې د نشه‌يي توکو د له منځه وړلو لپاره پرېکنده اقدامات کړي او د دغو هڅو په پايله کې د کوکنارو کرکېله په افغانستان کې نږدې صفر ته رسېدلې ده.
نوموړي ټینګار وکړ: موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې د نشه‌يي توکو قاچاق، کښت، انتقال يا پلور ترسره کړي. موږ د سرحدي سيمو په کچه له ګاونډيو هېوادونو سره د قاچاق د مخنيوي لپاره بشپړې همکارۍ ته چمتو يو او له هغوی څخه هم ورته تمه لرو.
 الحاج شيخ عبدالرحمن منير له نړيوالو بنسټونو هم وغوښتل چې له بزګرانو سره د بديل معيشت په برابرولو او له روږدو کسانو سره د درملنې او رغونې په برخو کې مرسته او ملاتړ وکړي تر څو د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه لا چټکه او اغېزمنه شي.