میدان وردګ پولیسو له روزنیز مرکز څخه نېږدې ۶۰۰ تنه پولیس فارغ شول
فراغت غونډې ته د کورنیو چارو وزارت اداري معین الحاج ملا رحمت الله نجیب حاجي، د دغه ولایت مرستیال والي مولوي فرید الله عمر او نور مسوولین او منسوبین ورغلي وو.
وینا والو په خپلو خبرو کې، خوښي څرګنده کړه چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې داسې وړ او مسلکي پولیس فارغېږي چې ولس ته یې د خدمت ژمنه کړې.
فارغ شویو منسوبینو په نظامي او عقیده تي برخو کې زده کړې تر لاسه کړي چې له زده کړو وروسته به دوی وتوانېږي چې ولس ته لا نور معیاري امنیتي خدمتونه وړاندې کړي.
د ویلو وړ ده چې د غونډې په پای کې په فارغانو د فراغت سندونه ووېشل شول.