میدان وردګو کې ۱۵۳ اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي او نغدي مرستې ووېشل شوې

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۳:۵۹
aaf

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت، د میدان وردګو ولایت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له مسئولینو سره په همغږۍ، پر هغو ۱۵۳ اړمنو کورنیو چې له وړاندې د ټاکل شوې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، خوراکي توکي او نغدي مرستې ووېشلې.

د دغو مرستو ټولیز ارزښت ۸۰۰ زره افغانۍ دی، چې په شفاف ډول پر یادو مستحقو کورنیو ووېشل شوې.