میدان وردګو کې پر ۱۶۵ اړمنو کورنیو خوراکي او نغدي مرستې ووېشل شوې
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په لارښوونه، د میدان وردګو ولایت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري پر ۱۶۵ اړمنو سوالګرو کورنیو چې تر دې وړاندې د مؤظفې کمېټې له خوا مستحقې پېژندل شوې وې، خوراکي توکي او نغدي مرستې ووېشل شوې.
په دغو مرستو کې ۱۱۳ کورنیو ته خوراکي توکي چې اوړه، غوړي، وریجې او بوره پهکې شامل وو او ۵۲ نورو اړمنو کورنیو ته ۵۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه. دغه لړۍ د بېوزلو هېوادوالو د لاسنيوي او د هغوی د انساني کرامت د ساتنې په موخه ترسره شوې ده.