میدان وردګو کې د ماینونو او ځانمرګو واسکټونو یوه زېرمه کشف شوه.
تېره ورځ پولیسو د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د چاودېدونکو توکو او ماینونو یو مرکز کشف کړی دی.
له دې مرکز څخه درې صوبه ځانمرګي واسکټونه، شپږ کړۍ بېلابېل ماینونه او یو میل پیکا د پولیسو لاسته ورغلي دي.
ځانمرګي واسکټونو او ماینونه په سیمه کې د پولیسو لخوا شنډ شوي دي.