مولوي مخدوم عبدالحق د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال په توګه وټاکل شو.

moi-af
شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۱۵:۲۱
af

هغه غونډه چې په همدې موخه د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې جوړه شوې وه، لومړی د پالیسۍ او ستراتیژۍ معینیت د څارنې او ارزونې لوی رییس انجنیر صلاح الدین سعید د عالي قدر امیر المومنین فرمان ولوست.
وروسته د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو مرستیال مولوي فیض الله جمال خبرې وکړې او نوي ټاکل شوي معین ته یې په دندو کې د لا بریا هیله وکړه.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ نوي ټاکل شوي مرستیال خبرې وکړې او د مشرانو له باور او اعتماد یې مننه وکړه وویل: هڅه به وکړم چې، د خپلو هیوادوالو لپاره ښه خدمتونه وړاندې کړم.
د غونډې په پای کې، شیخ الحدیث مولوي صالح محمد خبرې وکړې او له ټولو مسوولینو یې وغوښتل چې د ځوریدلي ولس رخمونو ته ټپی شي او دوی ته لا ښه خدمتونه وړاندې کړي پدې چې په سختو شرایطو کې یې د اسلامي امارت له مجاهدینو سره د هیواد په ګوټ ګوټ کې د پام وړ مرستې کړي.
غونډه افغان ولس ته د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.