مولوي محمد ظریف مظفر د سرپل نوی والي وټاکل شو

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۲:۳۸
شیشیش

نوموړی په یو لړ مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم، د سرپل پخوالي والي، سپين ږيرو، قومي مخورو او ځایي مسؤلینو په شتون کې د نوي والي په توګه وپېژندل شو.
د کورنیو چارو وزرات د پالیسۍ او ستراتېژۍ مرستیال د قومونو ترمنځ په یووالي ټينګار وکړ او د سرپل له خلکو یې وغوښتل چې له نوي ټاکل شوي والي سره د ښي حکومتولي لپاره هر اړخېزه همکاري وکړي.
قدرمن مخدوم زیاته کړه چې، په نظامونو کې تغیر او بدلون اصل دی او په خبره یې چې موږ ټول د اسلامي نظام خادمان یو او هیڅوک له یو بل غوره نه دی بلکې تقوا او خدمت موږ ته د خلکو په منځ کې لوړتیا رابښي.