مولوي عبدالرحمن حقاني بغلان ته د نوي والي په توګه ورپېژندل شو

نوموړی نن په یوه رسمي غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ معینیت مرستیال مولوي مخدوم عبدالحق له لوري د یاد ولایت ځایي مسوولینو او ولایتي چارواکو ته ورپېژندل شو. ښاغلي مخدوم په نظام کې تغیر او بدلون اصل یاد کړ او زیاته یې کړه، چې دنده امتیاز نه دی بلکې د مسوولیت او خدمت امانت ګڼل کیږي. دغه راز د بغلان ولایت د پخواني والي کړنې هم وستایل شوې.