مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده د زابل ولایت د دارالایتام او روزنتون پر زدهکوونکو د کورنیو چارو وزیر ځانګړې ډالۍ ووېشلې
د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رئیس، الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده، زابل ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له دارالایتام او روزنتون څخه لیدنه وکړه او د شهیدانو او بېسرپرسته کورنیو له ماشومانو سره یې وکتل.
نوموړي د کورنیو چارو وزیر له لوري د یادو زدهکوونکو لپاره ځانګړې برابرې شوې د شرطې ډالۍ او قرطاسیهجات پر هغوی ووېشل او د هغوی د اسلامي او ملي روحیې پر روزلو یې ټینګار وکړ. هغه زدهکوونکي د هېواد راتلونکی وبلل او د هغوی د سالمې روزنې او زدهکړو پر اهمیت یې خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د عامه اړیکو لوی رئیس ولایتونو ته خپل سفرونه دوامداره ساتلي او تراوسه یې په ګڼو ولایتونو کې له دارالایتامونو او روزنتونونو لیدنې کړې او د کورنیو چارو وزیر له لوري ځانګړې برابرې شوې ډالۍ او قرطاسیهجات یې د شهیدانو او بېسرپرسته کورنیو پر ماشومانو وېشلي دي.