مولوي حبیب الله شاکر د بامیان نوی امنیه قومندان وټاکل شو

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۴:۲۸
سیبلسی

د نوي امنیه قومندان د پېژندنې په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت ګمارل شوي پلاوي، د بامیان والي، پخواني امنیه قومندان او د یاد ولایت امنیتي منسوبینو ګډون کړی و.
په مراسمو کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د پخواني امنیه قومندان د خدمتونو ستاینه وکړه او نوي امنیه قومندان ته یې په چارو کې د بریالي کېدو هیله وکړه او له امنیتي ځواکونو سره یې د خلکو په همکارۍ ټينګار وکړ. هغه وویل په نظام کې تغیر او تبدیل اصل ګڼل کیږي او د اسلامي امارت ټول مسؤلین د اطاعت او احترام دې اصل ته ژمن دي.
نوي امنیه قومندان الحاج مولوي حبیب الله شاکر اطاعت او یوالی الهي نعمت او د اسلامي امارت د بري عامل وګاڼه او له مجاهدینو یې وغوښتل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفطه الله د فرامینو د تطبیق او د امنیت د ټينګښت په برخه کې دې نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي.