ملي پولیس د دې هېواد اتلان او زموږ د سر، مال او ناموس ساتوونکي دي

دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال اختر محمد ابراهیمي د سرحدي پولیسو ریاست، د ښوونې او روزنې قوماندانۍ او د عقیدتي او فرهنګي ریاست منسوبینو څخه د لیدنې پر مهال وکړې.
ښاغلي ابراهیمي د سرحدي پولیسو له کړنو او لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه زیاته یې کړه، دا د ډېر لوی ویاړ ځای دی چې تاسې اتلان د خپل هېواد له عزت او ناموس څخه په پوره مېړانه، کلک عظم او افغاني غرور سره ساتنه او دفاع کوئ او د خپلو سرحداتو او ملي ګټو څخه د دفاع په موخه هره ورځ قرباني ورکوئ.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنانو پروړاندې په ټولو ترسره شوو عملیاتونو کی د پرسونل لوړ مورال، شهامت او بشپړ چمتوالي د ستایلو په څرګندولو سره وویل:"نن مونږ په ډیر چټکۍ د ځآن بسیاینې په لور روان یو، د تېرو کلونو په پرتله ښه غښتلي، د لوړ مورال خاوندان او د وطن پالنې په مینه سمبال یو، موږ کولای شو چی په پوره میړانه، کلک عزم، افغانی همت او غیرت سره د دښمنانو په مقابل کی د هیواد د لویشت لویشت خاورې او ځمکنۍ بشپړتیا څخه کلکه ساتنه وکړو چی پدی اړه د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو څخه چې په تېرو دوه اونیو کې یې ترسره کړي او د مخالفینو ډېر مهم او کلیدي کسان په کې وژل شوي، ځانګړې مننه او یادونه کوم."
ستر امنیتي معین اداري فساد ته په اشارې سره وویل، ترڅو چې خپل اصلي او اساسي مسولیتونه درک نه کړو خپلو مثبتو پایلو ته نه شو رسیدلی او تر هغې به بریالي نه شو ترڅو مو چې ځانونه په اسلامي او انساني کړنو برابر کړي نه وي نو موږ د ولسمشر او وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان له لارښوونو سره سم مو د اداري فساد پروړاندې جدې مبارزه پیل کړې څو د ګوتو په شمېر یو تعداد هغه فاسد منسوبین چې د ټولو پولیسو نوم یې بد کړی پیدا او له دندو ګوښه کړو.
ښاغلي ابراهیمي سرحدي پولیسو ته په خطاب کې وویل:"دا چې په هوايي ډګرونو او ځمکني بندرونو کې مو نظم دسپلین، له مسافرینو سره سم او سالم چلند او مسافرینو ته د ډاډمنې امنیتي فضا احساس ورکول د ټول هېواد د خوندي امنیت په استازیتوب دلالت کوي نو زما غوښتنه د هوايي ډګرونو او ځمکني بندرونو له ټولو امنیتي ارګانونه څخه دا ده چې په خپل منځ کې ډېره ښه او قوي همغږي ولري څو هغه کورني او بهرني مسافرین چې افغاستان ته راځي د پوره ډاډمن امنیت احساس وکړي."
وروسته د سرحدي پولیسو لوی ریاست رئیس مل پاسوال عبدالله حازم د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین څخه مننه وکړه چې د سرحدي پولیسو له ریاست څخه یې لیدنه وکړه او د سرحدي پولیسو ستونزې او مشکلات یې واورېدل.
په پای کې د سرحدي پولیسو یو شمېر منسوبینو ته د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین له لورې ستاینلیکونه او نغدي مکافات ورکړل شو.