ملي پولیسو د هېواد په پنځو ولایتونو کې له یوه موټرسایکل بم او د سړک غاړې د لسو کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی

ملي پولیسو د خوست، لغمان، میدان وردګو، سرپل او غزني ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې له یوه موټرسایکل بم، درې ډزه ار.پي.جي او د سړک غاړې د لسو کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو غوښتل د خوست ولایت د مرکز او اسماعیل خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یوه موټرسایکل بم او اوه کړیو ماینونو ته چاودنه ورکړي، چې تر چاودنې مخکې کشف او له ګڼو ترورېستي او خونړیو پېښو مخنیوی شوی دی.
بلخوا؛ ترهګرو د لغمان ولایت په قرغه يي ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین، د میدان وردګو ولایت په مرکز کې درې ډزه ار.پي.جي، په سرپل ولایت کې یو کړۍ ماین او د غزني ولایت په زنه خان ولسوالۍ کې هم یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او شنډ شوي دي.
ترهګر طالبان د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې وس نه لري او د سړک غاړې ماینونو په ځای پر ځای کولو سره د ګڼې ملکي مرګ ژوبلې لامل شوي دي.