مطبوعاتي خبرپاڼه
د ترهګرو جنایت بې ځوابه نه پاتې کېږي
په ژورې خواشینۍ سره چې نن د خبریال او د افغانستان بانک د کارکوونکي یما سیاووش او دوه نورو همکارانو پر لېږدوونکي موټر مقناطيسي ماین چاودلی، چې له امله یې درې سره شهیدان شوي دي.
دا یو جنایت او نه بښوونکی عمل دی چې بې ځوابه به پاتې نشي. امنیتي او کشفي ځواکونو په تېرو اونیو کې د ماین خښونې شبکو یو شمېر غړي نیولي او د یادو ترهګرو د همکارانو د نیولو او ځپلو هڅې روانې دي.
ترهګر هر ورځ د اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا هلاک کېږي. طالبان باید پوه شي چې د خلکو پر ځان، پوهې او قلم برید هېڅ ډول توجیه نه لري او د دې ډلې مطلقه ماته او ناکامي ښيي.
د کابل د نننۍ ترورېستي پېښې قربانیانو په تېره بیا د شهید یما سیاووش کورنۍ ته د خواخوږۍ مراتبو د وړاندې کولو سربېره؛ ډاډ ورکوو چې دا جنایت به بې ځوابه پاتې نشي.