مسعود اندرابي: پر لویو لارو به له باج اخیستونکو سره قانوني جدي چلند ترسره شي

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۹:۳۶
8

د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي پرون د کندهار - زابل پر لویه لاره د امنیتي وضعیت د ارزونې سربېره، پر یاده لویه لار له بار وړونکو موټرو د باج اخیستنې موضوع له نږدې وڅارله.
محمدمسعود اندرابي د کندهار او کلات ښارونو پر غځېدلې لویه لاره د بار وړونکو موټرو له چلوونکو سره وکتل او د دوی ستونزې او اندېښنې یې واورېدې. ښاغلي اندرابي همداراز پر یاده لویه لار له امنیتي پوستو هم لیدنه کړې او اړونده مسوولینو ته يې په چارو کې د مسلکي چلند او د ځايي خلکو د رضایت د ترلاسه کولو سپارښتنه کړې ده.
د کورنیو چارو وزیر د بار وړونکو موټرو چلوونکو ته ډاډ ورکړی، چې پر لویو لارو به د فساد او باج اخیستنې مخه په کلکه نیسي او په دې برخه کې به له سرغړوونکو سره قانوني جدي چلند ترسره شي.