محمد هاشم اورتاق د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د نوي مرستیال په توګه وټاکل شو.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې نوي مرستیال د یاد وزارت د وزیر، په ولسي او مشرانو جرګه کې د خلکو د استازو، جنرالانو، رییسانو، کارپوهانو او د کورنیو چارو وزارت د یو شمېر منسوبینو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې د پېژندګلوي مراسم ترسره کړل.
د کورنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد مسعود اندرابي، له نشه يي توکو سره د مبارزې د نوي مرستیال د پېژندګلوي په غونډه کې، نشه يي توکي یوازې په ملي نه؛ بلکې په نړیواله کچه ستر ناورین یاد کړ او زیاته یې کړه چې د نشه يي توکو د له منځه وړو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه راغلي او د بشپړ له منځه وړو لپاره به هڅې نورې هم ګړندۍ شي.
محمد مسعود اندرابي له نشه يي توکو سره د مبارزې د معینیت هلې ځلې د ستایلو وړ وبللې او ویې ویل، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې منظم پلانونه تر لاس لاندې لري او په دې برخه کې مسلکي، کارپوه او کدري ځوانان روزل شوي دي.
مسعود اندرابي د خالد او الفتح د عملیاتونو په ګوت نښه کولو سره وویل، چې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ د لومړۍ اونۍ نښتو په ترڅ کې د ترهګروطالبانو څه باندې ۳۵۰ کسان وژل شوي، ۲۰ پټنځایونه له منځه وړل شوي او ۱۰ طالب قومندانان وژل شوي دي.
د دې ترڅنګ؛ د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پخواني مرستیال لوی پاسوال عبدالخلیل بختیار په یادې مرستیالۍ کې له راغلو مثبتو بدلونونو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې د تېرو دوه کلونو په موده کې دوی یوولس موخې ټاکلې وې چې له هغې ډلې لسو موخو ته رسېدلي دي.
عبدالخلیل بختیار له نشه يي توکو سره د مبارزې د مرستیالۍ د منسوبینو د لاسته راوړنو د زیاتوالي یادونه وکړه او ویې ویل، چې د نشه يي توکو د ضبط په برخه کې ۶۴ سلنه زیاتوالی راغلی، په محبسونو کې تر ۲۰ سلنه زیاته برخه یې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې نیول شوي محبوسین تشکیلوي او همداراز په عملیاتونو کې هم ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې نوي مرستیال محمد هاشم اورتاق (نشه يي توکي، ترهګرۍ او فساد) خبیثه مثلث یاد کړ او ویې ویل، چې د نشه يي توکو د له منځه وړو په برخه کې به له هرې ممکنې لارې ګټنه وکړي او قاچاقبران به د قانون منګلو ته وسپاري.