محمد مسعود اندرابي د شهید شریف الله چمتو له کورنۍ سره د غمشریکۍ په موخه وکتل
نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د بادغیس ولایت د امنیه قومندان شهید سمونمل شریف الله چمتو له کورنۍ سره د غمشریکۍ په موخه کتلي دي.
محمد مسعود اندرابي له خاورې د دفاع په لار کې د شهید چمتو سرښندنې وستایلې او ویې ویل، چې چمتو د ترهګرو او ترهګرۍ په وړاندې لکه غر درېدلې و او له خاورې او خلکو د دفاع په لار کې یې ځان سپر کړی و.
ښاغلي اندرابي سمونمل شریف الله چمتو د هېواد له رښتینو بچیانو یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د دې هېواد نور اتل او سرتېري بچي به د شهید چمتو لار څاري.
د یادونې ده، چې د بادغیس ولایت امنیه قومندان شهید سمونمل شریف الله چمتو د لړم په دوهمه د ترهګرو بریدګرو لخوا په کابل ښار کې په شهادت ورسېد.