لښکرګاه ښار کې په یو دوکان کې د اورلګېدو له امله د اور د پراخېدو مخنیوی وشو

د هلمند د اطفایې مدیریت منسوبینو د لښکارګاه ښار په اتمه ناحیه کې د بريښنا د شارټۍ له امله د ټایرونو په دوکان کې د اورلګيدو وروسته د اور د پراخېدو مخه نیولې او په یاد دوکان کې یې د لس میلونه افغانیو مالي زیان مخنیوی کړی. په اور کې یو میلون مالي زیان اوښتی دی.