لوګر کې ۵۸ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۷ - ۱۲:۴۳
q

د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوګر ولایت په مرکز پُل علم، بره کي برک او خوښۍ ولسوالیو کې ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
د یادو عملیاتو په پایله کې ۴۸ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د عملیاتو پرمهال امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی او د وژل شویو ترهګرو طالبانو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.