لوګر کې ۲۸ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۵ - ۹:۲۶
8

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په "زکریا خېلو" کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې له یوه استوګنیز کور څخه ۲۸ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
ترهګرو طالبانو له یادو چاودېدونکو توکو د سړک غاړې ماینونو په جوړولو کې استفاده کوله.