لوګر کې ۱۵ ترهګر طالبان وژل شوي دي.

moi-af
شنبه ۱۳۹۸/۱/۳ - ۱۱:۱۳


لوګر کې د ترهګرو طالبانو د یو مشهور ډلمشر په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.
د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ اړوند په زرغون ښار سیمه کې، د هوايي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو یو ډلمشر نعیم چې په ابو ظهر مشهور و، له خپلو دوه ملګرو سره وژل شوی دی.
د یادولو وړ ده؛ چې د امنیتي ځواکونو د تېرې اونۍ د عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د لوګر ولایت د مرکز اړوند په پادخاب شانه سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې یو کړۍ خښ شوی ماین کشف او شنډ کړل شو.