لوګر کې ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور نیول شوي

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په زرغون شهر، ماله خېل، فرمولي، پترس او کاریزک کلیو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور له ترهګرو سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.