لوګر کې ۱۲۸۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۹:۷
8

نن د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو له ملي امنیت ځواکونو سره یو ځای د مرکز پُل عَلم ښار په "اسپېس او آبچکان" سیمو کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۱۲۸۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
په یادو نشه يي توکو کې ۱۰۳۲ کیلو ګرامه چرس او ۲۴۸ کیلو ګرامه بنګدانه شامل دي، چې په یو عراده پیکپ ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو.
د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي خو د نیولو په هدف یې د پولیسو پلټنې روانې دي