لوګر کې ۱۰۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او له منځه یوړل شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۹:۵۳
4

تېره ورځ امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز اړوند په بابوس او الوزي سیمو کې د نشه يي توکو ضد یو لړعملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو د تولید او پلور یوه زېرمه کشف او له منځه وړې ده.
د نشه يي توکو پدې زېرمه کې کابو ۱۰۰۰ کیلو ګرامه چرس ځای پر ځای شوي وو، چې د امنیتي ځواکونو لخوا تر کشف وروسته وسوځول شول.
د یادونې وړ ده چې د یادو نشه يي توکو د کښت او پلور په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.