لوګر کې پنځه تنه له ترهګرو ډلو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول.

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په اب بازک کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه تنه له ترهګرو ډلو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، نظامي یونیفورمونه، پنځه سیټه موبایلونه، یو ګڼه پاسپورت او پېژندپاڼه او یو شمېر نور مهمات د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.