لوګر کې پنځه ترهګر طالبان نیول شوي.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۲/۱۴ - ۱۱:۷

تېره ورځ د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لوګر ولایت کې یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه ترهګر طالبان نیول شوي دي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې د دښمن دوه میله کلاشینکوفونه، یو میل تفنګچه، پنځه کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي او دوه عرادې موټر سایلکونه هم د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.