لوګر کې پر یوه ملکي مېشتي استوګنیز کور د ترهګرو طالبانو توغندي توغونې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
تېره شپه ترهګرو طالبانو د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په "سلیمخېل" سيمه کې د ملکي خلکو پر کورونو توغندی توغولی، چې له امله یې یو ماشوم شهید شوی او درې نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
ترهګر طالبان د ملکي خلکو د نښه کولو پهپار د سړک غاړې له ماین خښونې او د توغندیو له توغونې کار اخلي او د ملکي خلکو د ژوند په برخه کې هېڅ ډول ارزښتونو ته درناوی نهلري.
کورنیو چارو وزارت دا تروېستي پېښه په کلکو ټکو غندي او د ملکي خلکو د ژغورنې او امنیت ساتنې په برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.