لوګر کې نوی مرستیال والي او نوی امنیه قوماندان په رسمي ډول معرفي شول
الحاج شیخ انعامالله صلاحالدین د لوګر د نوي مرستیال والي او ملا فریدالله قیام د نوي امنیه قوماندان په توګه د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې معرفي او په کار یې پیل وکړ.
په دغو مراسمو کې چې د کورنیو چارو وزارت پلاوي د امنیتي چارو د ستر معینیت د د فتر لوی رییس الحاج قاري احسان الله سهیل په ګډون، د لوګر والي الحاج قاري صلاحالدین ایوبي، د میدان وردګو والي، د نظامي اصلاحي کمېسیون مشر او نورو نظامي او ملکي مسوولینو ګډون کړی و، د لوګر والي د نویو راغلو چارواکو معرفي په نظام کې یو اصل وباله او هغوی ته یې په چارو کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوي مرستیال والي الحاج شیخ انعامالله صلاحالدین او نوي امنیه قوماندان ملا فریدالله قیام په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې د مشرتابه د لارښوونو په رڼا کې به د لوګر ولس ته په پوره همغږۍ صادقانه خدمت کوي او د امنیت او ښې حکومتولۍ په برخه کې به خپلې نه ستړې کېدونکې هڅې جاري ساتي. په مراسمو کې د میدان وردګو والي او نورو ویناوالو هم د نظام د پیاوړتیا لپاره د اطاعت او د ولسي همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.