لوګر کې د یوه ماین خښوونکي د نیول کېدو سربېره؛ دایکندي او کندوز کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی شوی
![7](/sites/default/files/2020-12/132095484_1896009523870269_8912358123432748115_n.jpg)
په لوګر ولایت کې یو ترهګر ماین خښوونکی چې د ترورېستي پېښو د سازماندهي هوډ یې درلود، نیول شوی دی.
یاد ترهګر د پولیسو او د ملي امنیت ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی. نیول شوي کس د لوګر ولایت مرکز پلعلم ښار ته د ترورېستي بریدونو د طرحې او سازماندهي په موخه د دوه کړیو ماینونو د لېږدونې قصد درلود.
همداراز؛ ملي پولیسو د دایکندي او کندوز ولایتونو په اړوند سیمو کې هم دوه کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
یاد ماینونه په تازهګۍ سره د دایکندي ولایت د ګجران ولسوالۍ د لارې پر مسیر او همدارنګه د کندوز ولایت د علياباد ولسوالۍ د سړک پر لاره د ترهګریزو پېښو په پار ځای پر ځای شوي وو.