لوګر کې د نشه يي توکو یوه لویه زېرمه له منځه یوړل شوه

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۱۰:۴۳
6

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د چرسو یوه لویه زېرمه کشف او له منځه وړې ده.
په یاده زېرمه کې ۵۱۰ کیلوګرامه چرس غونډ کړل شوي وو، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د قانون پر بنسټ په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
نشه يي توکي د ترهګرو طالبانو د مالي ملاتړ له سرچینو څخه ګڼل کېږي.