لوګر کې د مسؤلینو په منځګړتوب د دوو کورنیو ترمنځ دوښمني پای ته ورسېده

د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د یوې سترې ولسي جرګې او غونډې له لارې د لوګر او بامیانو ولایتونو د دوو کورنیو ترمنځ دوښمني او شخړه د وروستۍ هوکړې او بخښنې وروسته پای ته ورسېده او دواړو کورنیو یو بل وبښل.
په غونډه کې د لوګر والي الحاج قاري صلاحالدین ایوبي، د بامیانو والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي، د لوګر او پکتیا مرستیال والیانو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین، دیني عالمانو، داحمدزیو قومي مشرانو او سلګونو ځوانانو ګډون کړی و. ګډونوالو د اسلام له نظره د سولې او ورورولۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او د مقتول له کورنۍ یې د زغم او بخښنې له امله مننه وکړه.
کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې د قومي شخړو د هواري او د ټولنې د یووالي په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.