لوګر کې د غلو نهه کسیزه ډله ونیول شوه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
sdfsadf

د لوګر د محمداغې ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د غلو نهه کسیزه حرفوي ډله نیولې چې په پرلپسې توګه یې د یاد ولایت په مختلفو سیمو کې غلاوې کولې.

د غلو یاده ډله هغه مهال ونیول شوه، چې په محمداغې ولسوالۍ کې یو کور ته د غلا لپاره ورغلي وو.

له نیول شوو غلو څخه یو عراده موټر، یو موټرسایکل، درې میله وسله او یوه اندازه نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.