لوګر کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر وژل شوی
د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ اړوند په زرغون شهر سیمه کې، د ګډو امنیتي ځواکونو د خیبر پنځه تر نامه لاندې چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې؛ پنځه ترهګر طالبان د دوی د یو مهم ډلمشر شفیع الله په شمول وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۵۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي له منځه وړل شوي.
د یادولو وړ ده چې د یادو عملیاتو په لړ کې اته عرادې موټر سایکلونه، یو عراده سراچه موټر، یو میل درازنوف او درې میله کلاشینکوفونه هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.