لوګر کې د ترهګرو طالبانو یو سیمه ییز قومندان ووژل شو

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ په سجاوند کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو یو سیمه ییز قومندان "قاري وکیل" وژلی دی.
پدې عملیاتو کې دوه میله راکټ انداز له دوه ډزه ګولیو، درې کړۍ ماینونه، له ګولیو ډګ دوه عدده شاجورونه، یو صوب پرتله او درې ډزه بم غورځوونکې ګولۍ د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.