لوګر کې د ترهګرو طالبانو دوه مهم غړي ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۶
5

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هېواد له هوايي ځواکونو سره یو ځای د لوګر ولایت د بره‌کي برک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو دوه مهم غړي نیولي دي.
یادو کسانو کې ملا نور رحمان چې د ترهګرو طالبانو د یوې ډلې مشري یې پرغاړه وه، د دې ډلې له یوه مرستیال سره یو ځای نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې کسانو څخه یو میل تفنګچه او یو شمېر مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.