لوګر کې دوه ترهګر له یو اندازه چاودېدونکو توکو سره ونیول شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۴:۴
7

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د یو لړ شپنیو عملیاتو په ترڅ کې دوه ترهګر نیولي دي.
نیول شویو کسانو په لوګر کې د ترورېستي پېښو په سازماندهي کې مهم رول درلود.
د دې عملیاتو په پایله کې ۹ کړۍ ۲۰ لیتره بشکه يي ماینونه او یو عراده موټر هم تر لاسه شوي دي.