لوګر کې دوه ترهګر طالبان ووژل شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز پلعلم ښار په اړوند سیمو کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه ترهګر طالبان وژلي دي.
یادو ترهګرو د لوګر ولایت په اړوند سیمو کې د ترورېستي پېښو په طرح او سازماندهي، په ځانګړې توګه د سړک غاړې ماینونو په ځای پر ځای کولو کې فعال نقش درلود.
له وژل شویو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، دوه قبضې تفنګچې، پنځه بشکه يي ماینونه، دوه قبضې لاسي بمونه، یو اندازه مهمات او نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او ځايي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.