لوګر کې درې تنه د ځمکو د غصب په تړاو ونیول شول.
د لوګر ولایت د مرکز په اړوند عمراباد سیمه کې درې تنه د ځمکو د غصب په تړاو نیول شوي دي.
یاد کسان د دولتي ځمکو په غصب او په یادو ځمکو د ودانیو پر جوړولو بوخت وو، چې د پولیسو لخوا ونیول شول.
د یادونې وړ ده چې د تورنو غاصبینو دوسیه د لا زیاتو څېړنو په موخه څارنوالۍ ته لېږدول شوې ده.