لوګر کې اتو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لوګر ولایت ملي پولیسو تېره ورځ په یاد ولایت کې د دوه عملیاتو په ترڅ کې شپږ ترهګر طالبان وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ څلور ترهګر طالبان هغه مهال ووژل شول، چې غوښتل یې د کابل - لوګر د لارې پر مسیر په "سیدحبیبالله کلا" سیمه کې پر لېږدوونکو وسایطو برید وکړي او همداراز یو کس یې ټپي شوی دی.
همدارنګه؛ د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې هم دوه ترهګر طالبان وژل شوي او بل یې ټپي دی.