لوګر او پکتیکا کې له درېیو خونړیو پېښو مخنیوی شوی

لوګر او پکتیکا کې د ترهګرو د درېیو کړیو ځای پر ځای شويو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی دی.
ترهګرو د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په اړوند "کندهاري پله" سیمه کې دوه کړۍ ماینونه د ترورېستي بریدونو په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې د امنیتي ځواکونو لخوا پر وخت کشف او له منځه وړل شوي دي.
بلخوا پولیسو د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې په "شهیدانو چوک" سیمه کې هم د وسایطو ضد یو کړۍ ماین کشف او شنډ کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو او ترهګریزو پېښو مخنیوی شوی دی.