لوګر او تخار کې درې تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۱ - ۹:۲۰
6

پولیسو په لوګر او تخار ولایتونو کې درې تنه د بېلابېلو جرمونو په ځانګړې توګه د وژنې، غلا او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
له دې منځه د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ په ایزه نه کلي کې یو کس د دې سیمې د یوه مېشتي د وژنې په تړاو نیول شوی. یاد کس غوښتل له قتل وروسته وتښتي، چې د پولیسو د چټک اوپراتیفي اقدام په لړ کې نیول شوی دی.
همداراز د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار په کلنګار کلي کې هم دوه تنه د غلا، ژوبلې او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
د یادو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.